د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د پایپونو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ. د دغه کارخونې د پرانیستلو پرمهال د سیاه ګرد ولسوال غلام محمد جراح وویل، چې دغه کارخونه د یو سوداګر له لوري جوړه شوې ده. جراح د دغه سوداګر څخه مننه کړې، چې د اقتصاد د پیاوړتیا او ځوانانو ته یې د کارموندنې په موخه پانګونه کړې او له نورو پانګه والو څخه هم یې وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. په ورته وخت کې د دغه کارخونې مسوول وايي، چې د پایپ کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د خلکو د اقتصاد وده، د کورنیو تولیداتو لوړول او ځوانانو ته د کار پیدا کول دي.
































