د ايران کورنيو چارو وزارت د ولسمشرۍ د ۶ نوماندانو لېست خپور کړی دی. د ايران ولسمشريزو ټاکنو ته ۸۰ کسانو نوملېکنه کړې وه، خو د دغه هېواد د اساسي قانون ساتونکي شورا د نوماندانو وړتیاوې ارزولي او شپږ کسان يې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مناسب بللي دي. یادې شورا د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف، مرستيال ولسمشر سید امیرحسین قاضي زاده هاشمي، د تهران ښاروال علي رضا زاکاني، د اټومي مذاکراتو پخوانی لومړی استازی سعید جلیلي، د کورنيو چارو پخوانی وزير مصطفی پورمحمدي او د روغتيا پخوانی وزير مسعود پزشکیان د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو لپاره وړ بللي دي. دغه ۶ نوماندان به د جون په ۲۸مې نېټې په ولسمشريزو ټاکنو کې سیالي وکړي.
































