د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کلیوالي سیمو د پراختیا موسسې په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او بره کي برک ولسوالیو کې د ۱۴ د کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد وايي، د دغه ۱۴ کانالونو د پاکوالي چارې به په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالیو کې د راتلونکو درېوو میاشتو په ترڅ کې د کلیوالي سیمو د پراختیا موسسې له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شي. شاهد زیاته کړه، د کرنیزو اوبو دغه کانالونه ۱۲۰ کېلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د پاکارۍ چارو بشپړېدو سره به یې د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي.
































