اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې پرون د اوکراین په شمال ختیځ ښار کیېف کې درې لایزري بمونه وغورځول، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ټپیان شوي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي. د ښار کيېف ښاروال ایهور تیریخوف د ټیلیګرام ویلي، چې دوه کورونه په دغه برید کې زیانمن شوي او ښايي د تلفاتو شمېره لوړه شي. هغه زیاته کړې، چې له برید وروسته په سیمه کې اور لګیدلی او ګراجونه او موټرونه هم زیانمن شوي دي. د اوکراین دویم لوی ښار کیېف او شاوخوا سیمې له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د بریدونو موخه ګرځیدلي او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي، چې ملکي وګړو او د انرژۍ زیربناو ته یې زیان اړولی دی.
































