د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وړاندیز ملاتړ وکړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، حماس غورځنګ هم د وړاندیز شوي اوربند هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده چې له منځګړو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. اخوا ، رویټرز لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن هم منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراييل له لومړي وزیر سره کتلي او حماس غورځنګ سره یې د اسراييلو پر اوربند ټينګار کړی دی.
































