د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، چې د یونپس دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د څه باندې ۴۴میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ریاست په وینا؛ په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو رسولو سیستمونو او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي.
































