کابل کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رییس، نظر محمد ناصري له دغه مرکزه د حافظانو د فراغت، ممتازو زده کوونکو د ستاینې او د کمپیوټر خونې په پرانستغونډه کې وایي، زندانونو کې بنديان شکنجه او ورته سپکاوی نه کېږي. نظر محمد ناصري زیاتوي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې د هېواد زندانونه د اصلاح او روزنې په مرکز بدل شوي دي.
































