د غزني ولایتي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. د غزني پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق وايي چې دغه دوه ښوونځي د یاد ولایت د قرهباغ ولسوالي په «برله» او «سپین کارېز» کلیو کې جوړېږي. د نوموړي په وینا، د دې دوو ښوونځیو رغنیزې چارې نن پیل او د روان کال تر پایه به بشپړې شي. د غزني پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق زیاته کړه چې دغه ښوونځي شپږ اداري او دولس درسي خونې لري چې د یادې ولسوالي شاوخوا دوه زره زدهکوونکو ته به پهکې د زدهکړو کولو زمینه برابره شي. دغه ښوونځي د یونېسف ادارې له لوري د جاپان هېواد په مالي مرسته رغول کېږي.
































