د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې په تېر یوه کال کې د کابل-ګردېز پر لویه لاره د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنه مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي چې د تېر یوه کال پرمهال لوګر کې ۱۸۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي او شاوخوا سل نور ټپيان شوي دي. نوموړي ویلي، یادې ترافیکي پېښې د کابل-لوګر او لوګر-ګردیز پر عمومي سړک کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي. د هغه په خبره، د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یې موټرچلوونکو ته د چلوونې سیمنارونه پيل کړي او د کابل-ګردیز لوې لارې ویجاړ شوي پلُونه او پلچکونو رغونه یې هم پيل کړې.
































