مزار شریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی. د دغه نندارتون د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو وده او بازار موندنه بلل شوې ده. په یاد نندارتون کې په ۱۳۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې تر ۸۰ ډېرې غرفې ښځو ته ځانګړې شوې دي. د دغه نندارتون ګډون وال د دا ډول نندارتونونو جوړول له کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کېدل او د میرمنو اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې ګټور بولي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو مسوول وايي په پام کې ده چې روان لمریز کال ۵۰ کورني او بهرني نندارتونونه جوړ شي.
































