په کندوز ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت بزګران بیا د هندواڼو د حاصلاتو زیاتوالي لامل د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست فني او تخنیکي همکاري په ګوته کوي. د کندوز د کرنې ریاست وايي، چې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په برخه کې هم جدي هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د کندوز په کچه د خټکیو په شمول د ټولو میوو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی و او بزګران یې هم له حاصلاتو راځي وو.
































