د پکتیا په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو زېرمې په موخه د سربندونو، د اوبو زېرمو کیندنو، ګبین وال دېوالونو او کانال جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیا سیندیزې حوزې رییس محمد کریم فاتح ویلي، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان «FAO» موسسې په مالي لګښت د دوی تر نظارت لاندې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړېږي، چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به د کار کولو زمینه برابره شي. د معلوماتو له مخې؛ د کوتې خېلو اوبو زېرمې څخه د سیمې شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه خړوبېږي، چې په پاکولو سره به یې نورې شاړې هم خړوبې شي.
































