د هرات ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالي کې زلزلهځپلو ته د هستوګنې ۳۰ کورونه وسپارل شول. دغه کورونه چین او ترکیه کې د مېشت افغانانو په مالي لګښت او د هرات د انار درې د اوسېدونکو د شورا په همکاري جوړ او سهشنبه، غبرګولي ۲۲مه زلزلهځپلیو ته وسپارل شول. د هرات د انار درې د اوسېدونکو شورا یوه غړي غلامرباني خوشبخت وايي چې هر جوړ شوي کور باندې ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی. د هرات د والي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي، ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې د سرپرست حکومت له لوري دې ولسوالي کې زلزلهځپلیو ته ښوونځی او روغتیايي مرکز هم ورغول شي. د هرات د ولایتي مسوولینو په وینا، د یادو ۳۰ هستوګنیزو کورونو پر جوړېدو ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
































