د فاریاب ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د میمنې ښار په ۶مه ناحیه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین، چې دغه پېښه پرون د میمنې ښار د شپږمې ناحیې په نو امام صاحب سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.
































