دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي او شاوخوا ۴،۹ میلیونه مټریک ټنه حاصلات به واخیستل شي. یاد وزارت ټینګار کوي چې سږ کال د اورښتونو له امله د هېواد د غنمو حاصلات د تېرو دوو کلونو په پرتله زیات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سېلابونو د دغه بوټي کرل شوې سیمې ویجاړې کړې او حاصلات یې له منځه وړي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په ١٤٠٣ کال کې په هېواد کې د غنمو د کرکيلې ساحه ٢،١٤ ميليونه هکتاره اټکل شوې وه، چې له دې جملې څخه به ٤،٩ ميليونه متريک ټنه حاصلات واخیستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د سختو وچکالۍ او سېلابونه په هېواد کې د زرګونه هکتاره کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
































