د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان وکړ چې ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه او سل زره ډالره مالي مرسته کړې ده. دغه صندوق پرون، پر خپله ټویټر پاڼهلیکلي چې په دې مرستو به د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار واخیستل شي او د دې ترڅنګ به له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د دوامداره حللارو د موندلو هڅې پیاوړې شي. دا له افغانستان سره د دغه صندوق له لارې د ايټاليا لومړۍ مالي مرسته ده. د دې اونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق له افغانستان سره د ډنمارک د ۷ میلیونه او ۲۹ زره ډالري مرستې خبر ورکړی و.
































