د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګینې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار یې پیدا کړه. په نننۍ لوبه کې افغانستان وتوانېد د پاپوانیوګینې د ۹۶ منډو هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو په څه باندې ۱۵ اوورونو کې پوره کړي. د افغانستام لپاره په توپوهنه کې ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې. هغه ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړای شوې. په توپ اچوونه کې بیا د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي درې، نوین الحق ۲، نور احمد یوه ویکټه واخیسته او پاتې سیال لوبغاړي رن اوټ شوي وو. تمه ده افغانستان د اتو غوره ټیمونو په پړاو کې له هند، اسټرالیا او یوه بل ټیم سره چې احتمالا د ډي ګروپ دویم ټیم به وي مخ شي. خو تر اتو غوره پړاو مخکې افغانستان د جون په اتلسمه راتلونکې سې شنبه له کوربه ویست انډيز سره مخ کېږي.
































