په کندهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره، لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د څه باندې ۲.۶ ميليونه افغانيو په لګښت د ملګرو ملتو سازمان د پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ د غورک ولسوالۍ په سرخ آباد کلي کې جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده. په یاده شبکه کې د ۱۸۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول او د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
































