د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره لس کلن دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ. د اوکراین ولسمشر د دغه هوکړه لیک لاسلیک کېدل له روسیې سره په روانې جګړې کې د خپل هېواد لپاره تاریخي ګام یاد کړ. د هوکړې له مخې، امریکا به د راتلونکې یوې لسیزې لپاره اوکراین ته یو لړ پوځي مرستې برابروي او زیلینسکي دا هوکړه په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو پل وباله. د هوکړې په متن کې راغلي دي چې په دغه تړون کې د امنیت په اړه د مرتبطو ژمنو هف «په نننۍ جګړې کې د اوکراین د بري د هڅو ننګه او په راتلونکي کې د روسیې د بریدونو مخنیوی دی. د فرانس پرس د راپور په اساس، په هوکړه کې ژمنه شوې ده چې د اوکراین له پوځ سره به د هغوی د روزنې او جوړېدو او داخلي وسله وال صنعت کې په برخو همکاري کېږي.
































