د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام موخکاموف په ازبکستان کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره د ترمز – مزار شریف – کابل – پېښور د پټلۍ پروژې د بیا څېړنې په موخه کتلي. دا ترانسپورټي دهلیز به ازبکستان، افغانستان، پاکستان او روسیه له هند او اروپا سره ونښلوي. ترینډ میډيا نن راپور ورکړی، چې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دغې پروژې د لیدو او کتنې په اړه یې موافقه وکړه. د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۲۰۱۹ کال کې د ترمز – مزار شریف – کابل – پېښور پټلۍ د جوړولو لپاره د لارې نقشه لاسلیک کړه.
































