د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې ایران ته د اتیا زره څارویو د قاچاق مخه نیولې ده. د دوی په خبره د اختر ورځو رانږدې کېدو سره دا شمېرې لوړې شوې او په ورځني ډول ایران ته زر څاروي قاچاق کېږي. تازه د نیمروز سرحدي ځواکونو د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې ددغو څارویو له قاچاق مخنیوی کړی دی. د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې ایران ته د شاوخوا اتیا زره څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د دوی په خبره په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ څاروي ایران ته قاچاق کېږي خو د لوی اختر په رانږدې کېدو سره دا شمېر زر څارویو ته لوړ شوی دی.
































