څه موده وړاندې د غزني ولایت کرکټ امریت له لوري د «سلطان محمود غزنوي» تر نامه لاندې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ کرکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ د افغانمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه کې افغانمل او مرحبا لوبډلې مخامخ شوې، چې مرحبا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۳۷ منډې هدف وټاکه. پر وړاندې یې افغانمل لوبډلې ټاکل شوی هدف د یو لوبغاړي په سوزېدو په لسم اور کې پوره کړ او د دې سیالیو اتلولي یې په خپله نوم کړه.
































