واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان د سولې روانې پروسې ته کتنه کړې ده. په مقاله کې راځي د سولې له ټولو مذاکراتو په واضح توګه ښکاري چې خلیلزاد له دې پروسې ځان ته د کمپاین په توګه استفاده کوله او ډېری کارونه یې پاخه او د ثبات راوستونکي نه دي. په مقاله کې راځي خلیلزاد په لوی لاس افغان حکومت له مذاکراتو لرې وساته، خو برعکس ددې هڅه کوي چې د زندانیانو د خوشي کولو او نورو ورته مسایلو خبرې بیا پر حکومت ومني. واشنګټن ایکزماینر لیکي خلیلزاد د ټرمپ په راتلونکي حکومت کې د بهرنیو چارو د وزارت خوبونه ویني نو ځکه یې د سولې له پروسې کاملا کمپایني استفاده وکړه او خام بنسټونه یې کېښودل. په مقاله کې راغلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړې په افغانستان کې جګړې نه دي کمې کړې او افغان حکومت په دې پوهېدلی چې ټرمپ او خلیلزاد د ټاکنیز کمپاین لپاره هر څه مخ ته وړي له همدې امله د زندانیانو په خلاصون او نورو مواردو کې ځنډ راولي.
































