پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د لوی اختر او محرم په میاشت کې به پېښور ته د هغو افغان وګړو د ورتګ مخه ونیول شي چې د سفر لپاره قانوني اسناد نه لري. په راپور کې د پېښور د پوليسو مشر قاسم علي خان له قوله ویل شوي، چې د لوى اختر او محرم په مناسبت به ښار ته د بې اسناده افغانانو د ننوتلو مخه ونيول شي. قاسم علي خان ويلي، چې د حساسو سیمو او عبادت ځايونو د امنيت د ټینګښت لپاره پلټنې به يو ځل بيا پیل شي او په لارو سړکونو به هم د جرمونو د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د اختر او محرم په ورځو کې به ځانګړې امنیتي تابیاوې ونیول شي.
































