د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنېدونک افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د اپریل تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي. اوچا د ستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د مې د میاشتې په راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي چې په دغه موده کې ۳۹۲ زره او شپږ سوه زره افغان کډوال له ایران او ۴۹ زره اودرې سوه تنه نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې په روان کال کې له ایران څخه د ستنو شویو کډوالو شمیر د تیرو دوو کلنو پرتله زیات ښودلی او ویلي دي چې تیر ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۶۷ زره او د ۲۰۲۲ کال په همدې موده کې ۲۹۹ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي وو.
































