د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې له ايرانه څلور زره او ۸۸۱ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د وریښمو له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول. د نیمروز ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې چې ۵۷۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول. له بل پلوه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یو بل خبر کې ویلي، ۷۷۵ تنه افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۷۷۵ تنه کېږي په جبري توګه د تورخم له لارې راستنې شوې دي.
































