روسي رسنیو خبر ورکړی، چې شمالي کوریا روسیې ته د وسلو او مهمات ۱۰ زره کانټینري مرسته استولې، چې د توپ ۵ میلیونه مرمۍ هم په کې شاملې دي. د وسلو او نورو جنګي مهماتو دغه مرسته وروسته له هغې روسیې ته استول کیږي، چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون تېر کال روسیې ته سفر وکړ، چې له هغه وروسته د دواړ هېوادونو ترمنځ پوځي مرستو همکاري هم زیاته شوې ده. بلخوا د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تازه ویلي، چې دا مهال یې شاوخوا ۷۰۰زره پوځیان په اوکراین کې په جګړه بوخت دي.
































