په سویس کې د اوکراین د سولې کنفرانس پرون پیل شو او تمه ده چې نن به هم ګډونوال پر اوکراین د روسیې د بریدونو د پای ته رسولو په اړه بحث وکړي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ۱۰۱ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي راټول شوي، خو د ګډونوالو په ډله کې د روسیې نه شتون د دې غونډې د بریا تمه یوڅه پیکه کړې ده. پر اوکراین د روسیې بریدونه د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه نېټه پیل شو، خو تراوسه د دې جګړې د پای ته رسېدو نښې نه ښکاري.
































