مالیې وزارت ویلي، چې د کابېنې د پرېکړې او د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې د افغانستان لاس بې اسناده یو کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان ۱۴۰۳ کال تر وروستیو تمدید شوه. یاد وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې د خلکو اقتصادي حالاتو ته پام کړې، چې ژر به د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا ګمرکونو کې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې چارې د پرمخ بېولو لپاره یې یو واحد کاري مرکز جوړ کړی، چې ټول پړاوونه به یې تر یوه چتر لاندې ترسره کېږي. په عین حال کې د مالیې وزارت ویلي، چې ۱۱۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ ماډل موټرو ته ۷۰ سلنه، ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ ماډل موټرو ته ۶۰ سلنه، ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ ماډلو موټرو ته ۵۰ سلنه او د افغانستان لاس یو کېلي زرهي موټرونو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
































