د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې امریکا د امارت نه بلکې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي. په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالد نیومن په تازه مرکه کې ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، خو په دې سره د امریکا او افغانستان ستراتژیک تړون ته هېڅ ډول زیان نه رسي. دده په خبره که طالبان پر ژمنو عمل و نه کړي، افغان حکومت په رسمیت و نه پېژني او بین الافغاني خبرې ناکامې شي نو امریکا به بیا هم د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي. نیومن وایي د امریکا په کانګریس، کابینه او ټول حکومت کې دا نظر موجود دی چې دوی د امارت د راتګ مخالفین دي او افغان حکومت ته د یوه ستراتژيک ملګري په سترګه ګوري. دغه امریکايي دیپلومات هیله ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.
































