د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا) يواینایچسيآر( په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه په افغانستان کې دننه او بهر د بېځايه شويو افغانانو شمېر نږدې ۱۱ میلیونو ته رسېدلی دی. دغه سازمان په خپل راپور کې چې د “۲۰۲۳ نړیوالې تګلارو” په نوم یې، د روانې میلادي مياشتې په ترڅ کې خپور کړی، ویلي چې ياد کسان ډېر د تاوتریخوالي، شخړو، د بشري حقونو د سرغړونو او له ځورونې د تېښتې له امله په دننه او بهر کې خپلو هېوادونو څخه بېځایه شوي دي. په دغه راپور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فیلیپو ګرانډي ویلي چې د دې ترخو او مخ په زیاتېدونکو شمېرو تر شا ډېر انساني دردونه او کړاوونه پراته دي او دغه وضعیت باید نړیواله ټولنه دې ته اړه کړي چې د جبري بېځايه کېدو لاملونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.
































