د بدخشان د درواز ولسوالۍ اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د آمو سیند غاړې ته راغلی و او درواز ولسوالۍ ته څېرمه یې په تاجکستاني خاوره کې ځینې مهمې پروژې پرانیستلې. د بدخشان د درواز ولسوالۍ اوسېدونکو د سیند له دې غاړې د لوډسپیکرونو له لارې د تاجکستان له ولسمشر غوښتي چې ښوونځي، د اوبو څاګانې او برېښنا ورته جوړ کړي. اما علي رحمان هم له دوی سره ژمنه کړې، چې ددوی غوښتنې به پوره کوي. ددواړو لورو دغه مکالمه د تاجکستاني رسنیو له لوري خپره شوې هم ده. بدخشان د هېواد له لرې پرتو ولایتونو دی چې له درېیو هېوادونو سره ګډه پوله لري او تر ډېره په دې وروستیو کې له امنیتي تهدیداتو سره هم مخ شوی دی.
































