د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي، د سوداګریزو توکو د لیږدوونکي یو ریل ګاډي سره ټکر کړی، چې له امله یې ۷ کسان مړه او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. د یاد ایالت ځایي پولیس وايي، چې د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون دوام لري. د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټولنیزو شبکو کې خپور شوي یو پیغام کې له هغه کسانو سره خواخوږي ښودلې، چې پدې پېښه کې یې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او زیاته کړې یې ده چې “د ژغورنې عملیات روان دي. دا د هند د زاړه ریل ګاډي سیستم کې، چې هره ورځ یې په میلیونونو انسانان استعمالوي، وروستۍ خونړۍ پېښه ده.
































