د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو ویلي، چې د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې ده. په پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي او ۵۱ تنه نور هم چې د ډوبېدو په حال کې وو ژغورل شوي. د ځینو راپورونو له مخې د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی. یوه مشهوره خبریال سیرګیوساندورا بیا د تري تم شویو خلکو شمېر ۶۴ تنه یاد کړی دی. د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناه غوښتونکو پسې ګرځي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د موسسې “آیاوایم” په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي دي.
































