د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد دولت، د ازبیکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبیکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په حال کې دي. الماني رسنۍ وایي، د جرمني حکومت د افغانستان له سرپرست حکومت سره له مستقیمې مشورې پرته له ازبیکستان سره پر دغې طرحې کار کوي. بلخوا، یو شمېر افغانان چې په جرمني ژوند کوي، پر دې مسئلې د اندېښنې په څرګندولو سره د دغه هېواد له حکومت او د کډوالۍ له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې، دا موضوع دې په جرمني کې له نورو افغانانو سره تړاو نه ورکوي.
































