د سمنګان ولايتي روغتون رييس ویلي، چې د سمنګان – بلخ پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او ۸ نور ټپيان شوي دي. عثمان حميدي ویلي، چې دا پېښه نن ورځ سې شنبه د غبرګولي په ۲۹مه نېټه د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له کبله رامنځته شوې ده. نوموړي دغه راز د ۵ ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی. د مالوماتو له مخې د یادې ترافیکي پېښې ټول ټپیان، د سمنګان ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې ته لېږدول شوي دي.
































