ایراني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې څخه د روان کال تر غویي میاشتې پورې له هغه هېواده د ۳۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته غیرنفتي توکي صادر شوي چې د نورو کلونو پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي. تهران ټایمز د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د برخې مشر حسین روستایي له قوله لیکلي، چې د روان کال په دوو میاشتو کې د ایران او افغانستان تر منځ په صادراتو کې ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی او د تېر پرتله د ۱۰۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت زیات توکي افغانستان ته صادر شوي دي. روستايي وایي، چې ایران په همدې موده کې ۱۸۱ ټنه غیر نفتي توکي لکه خوراکي او غیر خوراکی مواد، وسپنه، پولاد، سپک او درانه هایدرو کاربنونه سابه او تازه مېوې افغانستان ته لېږدولې دي. د تهران ټایمز د راپور له مخې، ایران تېر کال د ۱.۸ مېلیارډ ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي افغانستان ته صادر کړي وو.
































