د ترافیکو د عمومي ریاست چارواکي وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، د ترافیکي پېښو له امله په هېواد کې ۴۳۴ کسان مړه شوي او تر ۶۰۰ زیات ټپيان شوي دي. په هېواد کې یو شمېر موټر چلوونکي د سړکونو تنګوالی او ویجاړتیا او د ترافیکي نښو نشتوالی، د ترافیکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه ګڼي. په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه دي. د هېواد د ترافیکو ریاست د شمېرو پر بنسټ په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.
































