د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سخت باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او د سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. د دغې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو لپاره شوې ده. د دغې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د الوتو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۹۰) کیلو مټرو ورسېږي.
































