د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد له مشر کېم جونګ اون سره تر دوه ساعته مسلسلو خبرو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ هر اړخیز ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې لاسلیک کوونکي هېوادونه د نورو د برید په صورت کې له یو بل څخه دفاع کوي. مسکو او پیونګ یانګ د روغتیا، درملو او ځینو برخو کې هم تړونونه لاسلیک کړي. کیم جونګ اون دغه راز له پوتین سره د خبرو پر مهال په اوکراین کې د مسکو په ګټه د روسیې د روانې جګړې ملاتړ هم کړی.
































