د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې هېواد کې پنځه هوایي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابر شوي او په ورځني ډول ترې الوتنې کېږي. د مسوولینو په خبره هره ورځ له دغو هوايي ډګرونو له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې ترې ترسره کېږي. د دغه وزارت ویاند دغه راز وايي، د جلال اباد هوايي ډګر چې پخوا ترې د نظامي اهدافو لپاره ګټه پورته کېده اوسمهال ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی. نوموړی وایي، د هېواد له فضا څخه په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کېږي، چې د هرې الوتنې په بدل کې ۷۰۰ ډالره افغانستان ته حق العبور ورکوي.
































