د سعودي عربستان یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د حج په مراسمو کې د هوا د تودوخې له امله ۵۷۷ کسان مړه شوي دي. د سعودي عربستان چارواکي وايي، چې په مړو شویو کسانو کې ۳۲۳ د مصر او ۱۴۴ تنه له اندونیزیا هېواد څخه وو. راپورونه زیاتوي، چې د ګرمۍ له امله ۶۰ اردني، ۳۵ تونیسي، ۱۱ ایراني او ۳ سینیګالي حاجیان مړه شوي دي. راپور کې راغلي، چې په مکه مکرمه کې د دوشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۵۱،۸ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده. د سعودي محکمې د سختې تودوخې وړاندوینه کړې وه او له مخې یې د سعودي د حج او عمرې وزارت، د حاجیانو لپاره د اوبو د فوارو او یخو اوبو بندوبست کړی و.
































