د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومي له میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ کال د غبرګولي مياشتي تر ۶مې نېټې پورې د کولرا ناروغۍ ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوي دي. دغه سازمان وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي. دغه سازمان وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو په پنځو سېمو کې د وبا يا کولرا ۱۹۴ زره ۸۹۷ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یو زره ۹۳۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. په دې راپور کې راغلي، چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځې مدیترانې کې ثبت شوي دي. د کولرا پېښې په افریقا، امریکا، سویل ختیځ اسیا او اروپا کې هم لیدل شوي.
































