د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، افغانستان د نفتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د کېندنې بهیر یې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی. د دې وزارت د مسوولینو په وینا یو شمېر ترکي، ایراني، روسي او ازبکستاني شرکتونه لېواله دي، چې د هېواد د نفتو د چاڼ په برخه کې معیاري فابریکې جوړې کړي. د هېواد خصوصي سکټور بیا وايي، چې افغان خصوصي سکټور هم د دې ظرفیت لري، چې د هېواد د اومه نفتو د پروسس لپاره، په نړۍوال معیار برابره پانګونه وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د کانونو او پټرولیم وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د بهرنیو پانګوالو په پرتله باید د هغه فابریکو د ظرفیت په لوړولو تمرکز وشي، چې دمګړۍ په هېواد کې د نفتو د پروسس په برخو کې فعالې دي.
































