د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلات له زیاتوالي خبر ورکوي. د دې ریاست چارواکي وايي، چې وروستیو وچکالیو ته په پام سره سږ کال د غنمو حاصلات ښه دي او اټکل کېږي، چې له هر هکتار ځمکې څخه به تر دوه ټنو پورې غنم حاصل ترلاسه شي. په همدې حال کې یو شمېر کروندګر هم د غنمو حاصلاتو زیاتوالي په اړه هیله څرګندوي، خو وايي، موسمي ورښتونو یې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی او دوی یې اندېښمن کړي دي.
































