د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات دیرش سلنې زیاتوالی ښيي. د کندوز یو شمېر کروندګر د وریجو حاصلاتو ډېرېدو ته خوشحاله دي خو له مسوولینو غواړي چې ورته کیمیاوي سره او نباتي آفتونو ضد درمل ورته ووېشي. بلخوا د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال کې دغه ولایت کې له ۴۹ زره ډېره هکتاره ځمکه باندې شولې کرل شوې دي او اټکل کېږي چې د تېر کال په پرتله به یې دیرش سلنه حاصلات زیات وي. کندوز د هېواد شمال کې یو کرنیز ولایت دی چې د کرنیزو حاصلات یې په ځانګړې توګه وریجې سرې، باسمتي، مونده، شاه لونګۍ، ایرانۍ، سرده باره، ګرمه باره او نورې وریجې یې له پراخ شهرته برخمنې دي.
































