ملګرو ملتونو د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍواله کچه د جبري بېځایه شویو خلکو شمېر په بېساري ډول ۱۲۰ مېلیونو ته لوړ شوی دی. د کډوالو نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو لهخوا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کډوالو د درناوي په پار نومول شوې ده. دغه ورځ هر کال د جون په ۲۰مه نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. سږکال د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه وايي، د کډوالو نړۍواله ورځ د کډوالو سره پر پيوستون ټینګار کوي، د یوې داسې نړۍ لپاره چې کډوالو ته په کې باید ښه راغلاست وویل شي. د ملګرو ملتونو دغه ارزونه په ۵۳ هېوادونو کې تر سره شوې؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې چې په نړۍ کې د کوم هېواد ډېر وګړي په جبري توګه له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ شوي دي.
































