هند کې د شرابو څښلو له امله ۳۱ تنه مړه او ۶۰ نور روغتون ته لېږدول شوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو شرابو کې نور څه هم ګډ شوي وو, له همدې امله یې دومره کسان مړه کړې دي. دغه پېښه د هند په تمېل ناډو ایالت کې شوې چې په تور یې یو کس نیول شوی او د لږ تر لږه ۱۰ سیمه ییزو مسوولینو دندې ځنډول شوې دي.
































