د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، له درېیو میاشتو راهیسې یې په هېواد کې پر نشه يي توکو څه باندې ۲۰ زره روږدي کسان راټول کړي دي. د دغه معینیت د دفتر رييس زیاتوي، له دغو شلو زره روږدو کسانو شاوخوا ۵ زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینونو په وینا په دې مرکز کې روږدو ته د دیني زده کړو ترڅنګ حرفوي برخو لکه، خیاطي، بوټ ګنډل، بکس ګنډل او د برېښنا انجنیري کې هم روزنه ورکول کیږي.
































