د بادغیس د مرکز قلعه نو یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د ولایتي شورا له وکیلانو او د پارلمان له استازو سره په همغږۍ یاد ولایت ته د نوي والي له معرفي کېدو سره مخالفت کړی دی. دوی د بادغیس په ملکي هوایي ډګر کې په اعراض سره ګواښ کړی دی چې د نوي والي الوتکې ته به د کېناستو اجازه ورنکړي. په پارلمان کې د بادغیس د خلکو استازي عبدالبصیر عثماني ویلي، څو پورې چې حکومت د دغه ولایت کدرونه په مرکزي دولت کې په لوړو پوسټونو ګمارلي نه وي والي ته د کار اجازه نه ورکوي. په ورته وخت کې د ولایتي شورا وکیل فرید اخیزي بیا ویلي چې دوی به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو چې د دغه ولایت سرپرست والي له خپلې دندې استعفا نه وي کړې. حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































